په شمالي ښار ادلب کې د بشارالاسد د رژیم یوه چورلکه غورځېدلې او په کې ناست ټول کسان د رژیم د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي.د الجزیرې تلویزون د راپور په اساس د بشار الاسد د رژیم مخالفینو ۲ پيلوټان او پنځه عسکر ژوندي نیولي او چورلکه تخریب شوې ده.اناضول خبري اژانس په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم مخالفینو د سرچېنو له قوله لیکلي چې د بشارالاسد د رژیم اړوند یوه چورلکه د رژیم د مخالفینو ترولکې لاندې سیمو کې بېړنۍ ناسته وکړه چې هم مهاله مخالفینو د ناستې سره په چورلکه کې ټول سپاره عسکر ونیول.د »سوریا مباشر« تر نوم لاندې یوې رسنۍ د یادېالوتکې د غورځېدو ویډیو خپره کړې. په ویډيو کې لیدل کیږي چورلکه په تدریجي ډول ښکته کيږي او ناسته کوي خو کوم لوګی ترې نه پورته کیږي.د المان خبري اژانس د سوريې د پېښو د څار ادارې لهقوله لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په چورلکه کې ناست ټول عسکر نیولي. د هغوی په وینا د بشار الاسد رژیم دغه چورلکې د سوريې په کلیو او ښارونو د چاودیدونکو بېلرنو په غرځولو کېکاروي.د بشار الاسد رژیم د چاودیدونکو توکو څخه ډک بيلرونه چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي، د بم په شکل په ولسي وګړو غورځوي.
افغانستان